د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

اررزګان کې ۵۰۰ مېرمنو ته کورنۍ باغچې جوړېږي


د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین په دغه ولایت کې ۵۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کورنیو باغچو جوړولو خبر ورکوي.

یاد چارواکي وايي چې له دغو باغچو جوړولو څخه یې هدف د بېوزلو مېرمنو اقتصادي دوه او پر ځان بسیا کول دي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو د چهارشنبې په ورځ د یادو باغچو د پرانیستو په مراسمو کې ازادي راډیو ته وویل چې پردغه ۵۰۰ کورنیو باغچو چې۵۰۰ ښځو ته ورکول کېږي څه باندې ۴۵ لکه افغانۍ لګښت راځي چې په خبره یې د هندوستان هېواد لخواڅخه ورکول کېږي.

نوموړی وايي، مخکې دغه مېرمنو ته د باغ جوړونې په برخه کې روزنه ورکړل شوې ترڅو دوی خپل باغ ښه وروزي او ښه حاصل تر لاسه کړي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو.

نوموړي زیاته کړه:

«موږ هرې کورنۍ ته ۱۴۰ګرام د بیانجن اورومې توخم،۱۴۰ګرام د بادرنګو توخم،۱۴۰ګرام د بېنډیو توخم،۱۴۰کېلوګرام د مرچکو توخم ورکوو چې ټوله ۲۸۰کېلو ګرام کېږي او همدارنګه موږ پلان لرو چې وسایل زراعتي او د ابیارۍ سیسټم، له باغو سره ودغه ښځو ته ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې ۳۸ دانې شنۍ خونې هم نن په دغه ولایت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

له دې سره د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم د مېرمنو لپاره دغه کورنۍ باغچې ګټوري بولي او له مېرمنو څخه غوښتنه کوي چې ښه پالنه يې وکړي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو رئیسه اغلې روڼا سیمع وفا وايي، په دغه ولایت

کې زیات شمېر مېرمنې بېوزله دي او دغه شان پروژو ته ډېره اړتیا لري.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه ښځې چې د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا څخه ورته کورنۍ باغچې جوړېږي خوشحال دي او ترڅنګ يې وايي چې دابه تر یوحده اقتصادي ستونزې ورحل کړي.

دوی له دولته د ورته نورو پرژو غوښتنه هم کوي.

دوو تنو مېرمنو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

«زموږ زیات شمېر خوندي دي چې بې سرپرسته دي په کور کې څوک نه لري دا د هغوی لپاره ډېرې ګټوري دي ولې هغه خو دباندې په کار پسې نشي راوتلای.»

«موږ ته يې مخکې د باغ جوړونې په برخه روزنه راکړې ده، زه اوس د باغ جوړه ونې په برخه کې کومه ستونزه نه لرم او که څوک زما څخه مرسته وغواړي لایې هم ورسره کوم.»

د یادونې وړه ده چې ارزګان یو د افغانستان د هغه ولایتونو څخه دی چې څه باندې ۸۰سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG