د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۶

د کندز دشت ارچي کې د وسله والو طالبانو یو مرکز په نښه شوی


د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو یو مرکز په نښه کړی.

په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین ‌زر زون د پولیسو عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې حملې کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه حمله کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG