د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۱

ملي امنیت جوزجان کې د طالبانو د ۸۰ کسیزې ډلې قوماندان نیولی


د ملي امنیت ریاست وایي چې جوزجان کې یې د اخترمحمد په نوم د وسله والو طالبانو د اتیا کسیزې ډلې قوماندان نیولی دی.

د دغه ریاست له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې وسله والې ډلې په یو شمېر بریدونو، سړي تښتوونو او ماینونو خښونو کې ونډه درلوده.

په اعلامیه کې ویل شوي دغه قوماندان منلي چې غوښتل یې د طالب مشرانو په لارښوونه جوزجان کې د داعش ترهګرې ډلې سره یوځای شي.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG