د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال سره خبرې پيل کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبري پیل کړې.

دا خبرې داسي مهال کېږي چې په سوریې کې د جګړې پر سر د دوی تر منځ اختلافات او ستونزې ډېري شوي دي.

د خبرو په پیل کې ټیلرسن ویلي د داسې ازادو ، ریښتوني او صادقانه خبرو اترو په تمه دی چې وکولی شي د امریکا او روسیې اړیکي په ښه توګه تعریف کړي.

ټیلرسن وایي، متحده ایالات غواړي ګډې ګټې روښانه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لېواله دی.

دی وایي، د دوی تر منځ د خبرو اترو لاربه تل پرانستې وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا ویلي چې امریکا باید روسیې ته د ده په وینا دا ناسم وړاندیز ونه کړي چې د امریکا په پلوۍ یا مخالفت کې یو انتخاب کړي.

دی وایي، امریکا باید د اپریل اومۍ نېټې د برید په څېر چې د سوریې د حکومت پر یوې هوایي اډې یې وکړ، بیا ترسره نه کړي.

XS
SM
MD
LG