د لاسرسي لېنکونه

"FBI" د ټرمپ د انتخاباتي سلاکار په اړه يو محرم حکم ترلاسه کړى


د امريکا د تحقيقاتو فدرال ادارې يا "FBI" تېر دوبى د محکمې يو محرم حکم ترلاسه کړى چې د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال د هغه د سلاکار ارتباطات وڅاري.

په دې اړه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون راپور خپور کړ.

د امريکا ځينو چارواکو چې نومونه‌يې نه‌دي اخيستل شوي، ورځپاڼې ته ويلي "FBI" دغه حکم د دې لپاره ترلاسه کړى و چې د بهرنۍ پالېسۍ لپاره د ټرمپ سلاکار کارټر پېج "Carter Page" وڅاري.

دغې ادارې محکمې ته ويلي وو چې پېج ښايي د يوه بهرني قدرت يعنې روسيې لپاره د يوه اجنټ په توګه کار کوي.

د ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي، دغه حکم به په دې اړه څرګنده مدارک او شواهد برابر کړي چې "FBI" فکر کوي، د ٢٠١٦ میلادي کال د جمهوري رياست د انتخاباتي کمپاين پر مهال د ټرمپ سلاکار له روسي اجنټانو سره په تماس کې و.

د تحقيقاتو فدرال اداره او د کانګرس يوه کمېټه دا څېړي چې ايا روسيې رښتيا هڅه کړې چې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ په ګټه لاسوهنه وکړي؟

XS
SM
MD
LG