د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۶

د "م.م" امنیت شورا د سوريي په اړه یوه پرېکړه‌لیک ته رأیه ورکوي


د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن هغه پرېکړه‌ليک ته رأيه ورکړي چې له مخې يې د سوريې پر ملکيانو د تېرې اوونۍ د کيمياوي حملې په اړه بې‌طرفه څېړنې ته لار اواروي.

هغه حمله چې اته ورځې مخکې شوې وه، د دې سبب شوه چې د امريکا متحده ايالات د سوريې پر يوې پوځي اډه د توغنديو بريد وکړي.

ډيپلوماتان وايي، بريتانيا، فرانسې او امريکا پر دغه پرېکړه‌ليک سرسري بيا کتنه وکړه.

دوى دغه پرېکړه‌ليک تېره اوونۍ وروسته له هغې چې د سوريې پر خان شيخون ښارګوټي د کيمياوي ګازو حمله وشوه، وړاندې کړی و.

خو روسيې او چين ورباندې انتقاد کړى و.

په هغه حمله کې ۸۷ کسان وژل شوي وو.

امنيت شورا دغه رأيه اچونه په داسې حال کې کوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن له کرملېنه غواړي چې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد څخه پر خپل ملاتړ غور وکړي چې په هغه حمله تورن دى.

د ملګرو ملتونو ډيپلوماتان وايي داسې ښکاري چې روسيه به د دغه پرېکړه‌ليک د تصويب مخه ونيسي، دغه‌راز چين چې تر دې مخکې يې د سوريې لورى نيولى، په پام کې لري له رأی ورکولو ډډه وکړي.

د پرېکړه‌ليک مسودې هغه حمله وحشتناکه بللې او د ملګرو ملتونو او د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د ګډې څېړنې غوښتنه په‌کې شوې چې معلومه کړي څوک د هغې حملې مسؤل دى.

XS
SM
MD
LG