د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۵

جرمني کې دورت-مُند فوټبال ورزشکارانو بس ته نېږدې چاودنې شوي


د جرمني چارواکي وايي، پرون ناوخته هغه بس ته نېږدې درې چاودنې شوي چې د بوروسيا دورت-مُند د فوټبال ټيم ورزشکاران‌يې لېږدول.

د فوټبال د دغه کلب اجرائيه مدير هانس يوخيم وويل، د دوى هسپانوى دفاعي لوبغاړى مارک بارترا پر لاس ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.

د دورت-مُند ګول ساتونکي رومان بُرکي د سويس رسنيو ته وويل چې بارترا د ماتو ښيښو له کبله ټپي شوى دى.

د دورت-مُند د پوليسو وياندې کورنيليا وايګانت وويل:

"چاودنه څنګه شوې او چا کړې ده؟ دا زموږ د تحقيقاتو برخه ده، دا مهال دا څېړو چې دا څه ډول منفجره مواد او وسيلې وې."

د پېښې د صحنې په تصاويرو کې ښکاري چې د بس ښيښې ماتې شوې دي.

پوليس وايي، لومړۍ نښې نېښانې څرګندوي چې دا په خطرناکو منفجره وسيلو شوې حمله ده.

يوه څارنوال د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل د چاودنو په ساحه کې يو خط موندل شوى چې د حملې مسؤليت په‌کې منل شوى دى.

XS
SM
MD
LG