د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۴۸

مشرانو جرګه: د عدلي او قضايي مرکز پر کارکوونکو حمله مافیا کړې


د افغانستان مشرانو جرګې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د عدلي او قضايي ارګانونو د کار کوونکو امنیت خوندي کړي.

په کابل کې د عدلي او قضايي مرکز د دوو کارکوونکو وژل کېدل د مشرانو جرګې د غړیو بېلابېل غبرګونونه راپارولي او د یادو ارګانونو د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کوي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومې غونډه کې سناتور عبدالباقي بریال وویل چې د عدلي او قضايي ارګانونو په وژنو کې تر ډېره مافيي کړۍ لاس لري او باید مخه یې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اداري فساد سره د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز پر دوو کار کوونکو حمله موږ په کلکه غندو، په داسې پېښو کې طبعاً مافیايي کړۍ ښکېلې دي او داسې کسان دي چې له داخل څخه یې ملاتړ کېږي، خو زموږ جدي غوښتنه داده چې د عدلي او قضايي ادارو د کار کوونکو امنیت خوندي شي."

په ورته وخت کې سناتوره انار کلي هنریار وايي د عدلي او قضايي مرکز د یادو دوو کار کوونکو د وژنې طرحه له داخله پلان شوې ده.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار.

نوموړې زیاته کړه:

"د دغو کار کوونکو د وژل کېدو طرحه له داخل څخه پلان شوې ده، موږ هېله من یو چې د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د دغو کسانو چې په مهو برخو کې دندې لري امنیت خوندي شي."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي د دوشنبې په ورځ د کابل د قمبر څلور لارې په سیمه کې له اداري فساد سره د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز دوه کارکوونکي د نامعلولو کسانو لخوا ووژل شول او د سې شنبې په ورځ په همدې سېمه کې د ملي اردو یو سرتېری هم د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

سره له دې چې د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی خو تېر کال بیا وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د استېناف پر څارنوالۍ برید وکړ او د دې ادارې ۷ کار کوونکي یې ووژل.

دغه شان د افغانستان د سترې محکمې کارکوونکي هم په وار وار د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښل شوي او حملې پرې شوې دي.

د سناتورانو له څرګندونو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د جرګې دفاعي کمېسیون ته دنده وسپارله ترڅو د کابل امنیتي چارواکي خپلې جلسې ته وغواړي او ترې په دې اړه پوښتنې وکړي.

فضل الهادي مسلمیار.
فضل الهادي مسلمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"له دفاعي کمېسیون څخه غواړم چې د کابل امنیه قوماندان سره له نورو مسؤلینو وغواړي او د سناتورانو اندېښنې ورسره شریکړې کړي."

د کابل امنیه قوماندان حسن‌ شاه فروغ بیا د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی ټولو امنیتي مراجعو ته لارښوونه کړې چې د عدلي او قضايي ارګانونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ.
د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ.

نوموړي زیاته کړه:

"د عدلي او قضايي ارګانونو امنیت تر هغه حده چې د پولیسو په توان کې دی ان شاءالله د دوی امنیت ټينګ شوی او ټولو امنیتي مراجعو ته په دې برخه کې لارښوونه شوې ده."

په کابل کې د عدلي او قضايي مرکز پر کارکوونکو دا حمله په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د درنو جُرمونو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز په دې وروستیو کې یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په اداري فساد تورن وو په مجازاتو محکوم کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مسؤلینو هم تر یادې پېښې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د شته وضعیت دوام به په دغه هېواد کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه ستونزمنه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG