کندز کې پر زدهکوونکو او ښوونکو د درسي موادو وېشلو لړۍ پیل شوه
د کندز د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د دې ولایت په کچه د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۴ لویې لېسې جوړېږي. د پوهنې رئیس زیاته کړه، سره له دې چې کندز یو نا امن ولایت دی او د دې ولایت په ځینو سیمو کې وخت او ناوخت د وسلهوالو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې هم وي، خو بیا هم د دغه ولایت په کچه ټول ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ خلاص دي. ویډیو اجمل آرین او ایډیټ ولي سباوون