د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۶

د ولسمشرۍ ماڼۍ د کړکېچ د نړیوالۍ ډلې وروستۍ راپور رد کړ


د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د کړکېچ د نړیوالۍ ډلې هغه راپور رد کړ چې ویلي و د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د موجودیت له امله قومي مقررۍ ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، د هېواد په لویو مسئلو کې د حکومت د مشرانو نظر یو دی.

د هغه په خبره د انتخاباتو د قانون توشیح او د الکټرونیکي تذکرو د ویش د کار پیل هغه څه و چې د حکومت د مشرانو ترمنځ د یووالي په نتیحه کې نهايي شول.

"د ملي وحدت د حکومت مشران په ډېرو جنجالي مسایلو کې هم همکاري او تېرېدنه کړې ده، لکه د انتخاباتو د قانون بحث، د الکټرونیکي تذکرو مسئله او همدارنګه د انتخاباتو د ترسره کېدو موضوع، دوی په شریکه کار کوي او په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې د نظر یووالی موجود دی"

دا په داسې حال کې ده چې د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپل یو تازه راپور کې لیکلي چې د دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره اوس هم په لوړه سیاسي کچه د حکومت راتلونکی متزلزل دی.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي چې حکومت په کورنیو اختلافاتو ، د نه همغږۍ له ستونزو او د وسله والو مخالفینو د مخ پر زیاتېدونکي فعالیت له ګواښ سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG