د لاسرسي لېنکونه

ځواک: لغمان کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي


د لغمان ولایتي چارواکي وايي، د الماس دوه په نوم د پیل شویو عملیاتو په لړ کې يې د وسله والو مخالفینو څلور تنه وژلي او اوه تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل دغه عملیات شپږ ورځې وړاندې د مرکز مهترلام په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو د ځپلو، د سیمې د تصفیې، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو او په یو شمېر مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د بېزونو د جوړولو په موخه پیل شوي او لا هم دوام لري.

ښاغلي ځواک وايي:

"د افغان امنيتي ځواکونو له لوري چې د الماس ۲ په نوم کوم عملیات پیل شوي تېر ماښام د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې څلور تنه مخالفین ووژل شول او اوه تنه نور سخت ټپيان شول او یو تن يې د وسلې لو مهماتو سره ژوندی نیول شوی دی."

ښاغلی ځواک وايي، د یادو عملیاتو په لړ کې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو د اسختباراتو یو مهم غړی له وسلو او چاودیدونکو مهماتو سره یو ځای نیول شوی و.

XS
SM
MD
LG