د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د خوست ولایتي شورا استازي: د هوايي ډګر ودانیزې چارې د قناعت وړ نه‌دي


د خوست د ولایتي شورا استازي د خوست د نړیوال هوايي ډګر د پروژې چارې د قناعت وړ نه‌بولي او غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت دې د یادې پروژې د اساسي ارزونې لپاره با صلاحیته پلاوی وګماري.

دوی د هوايي ډګر د پروژې د کار له بهیره د څارنې او کتنې پر مهال ازادي راډیو ته وویل چې د دوی کتنو وښوده چې د دې پروژې هغه پخوانۍ ستونزې تر اوسه هم نه‎دي حل شوي.

بل‎خوا د یادې پروژې فني او تخنیکي ټیم وايي چې د هوايي ډګر کارونه د نقشې او پلان مطابق پر مخ ځي او پروژه کې داسې کومه ستونزه نه‌شته چې د هوايي ډګر معیار اغېزمن کړي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال جان میر ځاځی وايي:

"موږ په مرکزي دولت غږ کوو چې دا یوه ډېره حیاتي پروژه ده، د ټولو خوستوالو ارزو او توقع دې پروژې ته ده، که یو مسلکي او مختلط پلاوی له دې پروژې څخه لیدنه او نظارت وکړي، چارې او کیفیت‌یې وارزول شي، که ښه وه، د خوستوالو لپاره د منلو وړ ده، که ستونزې یې درلودې، هغه باید په‌کې اصلاح شي."

د ولایتي شورا غړی عبدالولی واحدزی اندېښنه څرګندوي چې د هوايي ډګر په پروژه کې شته نیمګړتیاوې د پروژې پر معیار او سټنډرډ بې‌اغېزه نه‎دي.

ښاغلی واحدزی زیاتوي:

"زموږ سره اندېښنه دا ده چې که دا پروژه داسې چې په یوه ځای کې څلور سانتي زیاته او په بل ځای کې یوه سانتي کمه وي په طیبعي ډول دا په سټنډرډ باندې منفي اغېز پرې‎باسي، زموږ له مرکزي ادارې غوښتنه دا ده چې یو باصلاحیته مسلکي هئیت دې راواستوي، څو د دې هوايي ډګر ټول اړخونه وڅېړي او دې برخه کې خپل نظر څرګند کړي."

د خوست نړیوال هوايي ډګر د ودانیزې پروژې مشر انجنیر عنایت‌الرحمن بیا وايي چې د ولایتي شورا پلاوي د پروژې په اساسي مسئلو کې هېڅ ډول ستونزه پیدا نه‎کړه، خو د پروژې د پراخوالي په سبب ځیني ځایونه یوه سانتي لوړ یا ټیټ په مسلکي لحاظ د اندېښنې وړ نه‎وي.

انجنیر عنایت‌الرحمن وویل:

"د پروژې د اوږدوالي او پلنوالي لېول یا سلوپ د هغو انجینرانو له‎خوا وارزول شو چې دوی راوستي وو، هېڅ ستونزه په‌کې نه‎وه، په دوهم قدم کې دوی د اسفالټو د طبقې ټېسټ واخېستو او نورې چارې هم له نېږدې څخه وڅېړل شوې چې ان‌شاءالله کومه ستونزه په‌کې نه‎وه، نور مسلکي انجنیران په دې پوهېږي چې درېیو کېلو مترو کې یوه سانتي کمه یا زیاته کومه خبره نه‎ده."

بل‎خوا د خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې هوايي ډګر کې پخوانۍ ستونزې او نیمګړتیاوې حل شوي او د لا ښه‌والي او معیاري کېدو لپاره‌يې هڅې روانې دي.

ښاغلی حبیبي زیاتوي چې مالیې وزارت ورسره د مزارشریف د هوايي ډګر په شان د یو ښه ترمینل د جوړولو ژمنه کړې او د تدارکاتو چارې يې روانې دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

خوست والي وړاندې وايي:

"د ماليې له وزیر سره مې دوه ځلې د دې پروژې په اړه ولیدل، هر ځلې مې ترې غوښتنه دا وه چې باید موږ ته د هوايي ډګرونو په ټولو معیارونو برابر هوايي ډګر جوړ شي، باید دا هوایي ډګر ترمینل ولري، رادار ولري، ده راسره ژمنه وکړې چې ان‌شاءالله د مزار شریف هوايي ډګر په څېر یو ښایسته ترمینل درکوم څو له دې ځایه مستقلې الوتنې چین، اروپا او منځني ختیځ ته وشي، دلته پخوانی ډیزاین شوی ترمینل کوچنی و د هغې چارو مو ودرولې، د نوي ترمینل لپاره د تدارکاتو کارونه روان دي."

یاده دې وي چې د خوست د هوايي ډګر پروژې کارونه شااوخوا اووه کاله وړاندې پیل شول، لومړني کارونه‌يې په یو کال کې ترسره شول، خو وروسته‌يې چارې څو ځلې د بېلابېلو لاملونو تر مخې ودرېدې.

یاد هوايي ډګر د خوست په سوېل کې په څلور سوه جریبه ځمکه کې چې د تڼیو او اسماعیل‌خېلو او مندوزیو په دوو ولسوالیو کې موقعیت لري جوړېږي.

د چارواکو په وینا تمه ده چې د هوايي ډګر د پروژې رنوې یا ځغاست لیکې چارې به تر دوو راتلونکو میاشتو بشپړې شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG