د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۹

د جنوبي کالیفرنیا یوه ښوونځي کې ډزو درې کسان وژلي


د جنوبي کالیفرنیا چارواکي وايي چې په یو لومړني ښوونځي کې ډزو درې کسان وژلي او یو تن‌یې ټپي کړی دی.

پولیسو دا پېښه د قتل او ځان وژنې یوه قضیه بللې ده.

لاس انجلس ته نېږدې د سان برناردینو ښارګوټي د پولیسو قوماندان جارود بورګوان «Jarrod Burguan» پرون وویل، ډزې د نارت پارک په نوم د یوه لومړني ښوونځي په یوه ټولګي کې وشوې او د پولیسو یوه بریدمن مایک مادین وویل، په وژل شويو کې دوه کسان مشران دي چې یوه د ښوونځي ښوونکې او بل بریدکوونکی دی.

په راپورونو کې ویل شوي دي چې بریدکوونکي نارینه په ټولګي کې دننه پر ښوونکې مرګونې ډزې وکړې او دوه ماشومان‌یې هم ټپیان کړل.

سان برناردینو ښارګوټی د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې د هغې ښځې او د هغې د خاوند له‌خوا د ډزو شاهد و چې ویل کېږي د داعش ډلې پلویان وو.

دې پېښې هغه مهال ۱۴ کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG