افغانستان لاهم د ماینونو د قرباني هېواد په توګه نړۍ کې لومړی ځای لري
په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ مؤسسې او بېلابېل بنسټونه د ماینونو د لهمنځه وړلو او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي خو لاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د پوښښ له اړخه څلورم او د ماینونو د قرباني هېواد په توګه لومړی ځای لري. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام او د ماینونو د لهمنځه وړلو لپاره د بودجې نهموجودیت د ماینونو د لهمنځه وړلو د بهیر په وړاندې جدي ننګونې دي. ویډیو: سباوون کاکړ او ایډیټ: ولي سباوون