د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۲

د عدلي او قضايي مرکز د کارکوونکو د وژلو په اړه څېړنې پیل شوي


د کابل امینه قوماندان وايي، د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز د دوو کار کوونکو د وژل کېدو په تړاو د دوی پلټنې پیل شوې دي.

حسن‌شاه فروغ نن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا پېښه ترورېستي وه که نه؟

نوموړي وویل چې یاده پېښه نن سهار د کابل ښار د قمبر څلور لارې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG