د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۴۴

ناروې کې د یوې وسیلې موندلو سره په تړاو یو روسی نیول شوی


په ناروې کې چارواکي وايي چې د هغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د بم په څېر د یوې وسیلې له موندلو سره په تړاو یې یو روسی وګړی نیولی دی.

د ناروې د امنیت امر پرون یکشنبه وویل چې د دې مشکوکې وسیلې تر موندلو وروسته‌یې په ناروې کې د ترورېزم له امله خبرداری زیات شوی دی.

هغه وویل چې نیول شوی روسی وګړی ۱۷ کلن دی خو دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې هغه ترورېستي حمله کوله که نه؟

دا روسی ځوان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته مهاجر شوی و.

د دې ځوان مدافع وکيل ویلي چې مؤکل‌یې له هر ډول قانوني تخلفه انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG