د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

امنیه قوماندان: د عدلي او قضايي مرکز ۲ کارکوونکي نامعلومو کسانو وژلي


د کابل امنيه قوماندانۍ تائید کړه چې اداري فساد سره د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز دوه کارکوونکي د نامعلولو کسانو له‎خوا وژل شوي دي.

قوماندانۍ وایي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سهار په اته نیمې بجې د قمبر څلور لارې سیمه کې شوې چې اوس‌مهال د پېښې د څرنګوالي په اړه د پلټنې ټیم په سیمه کې په څېړنو بوخت دی.

د کابل امنیه قوماندان حسن‌شاه فروغ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه وژل شوي کسان چې یو یې نارینه او بله‌یې مېرمن وه، له اداري فساد سره د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په ځانګړي عدلي او قضايي مرکز کې دنده درلوده چې د نامعلومو کسانو له‎خوا وژل شوي دي.

ښاغلي فروغ زیاته کړه:

"کله چې له کوره راتلل، دا پېښه وشوه، یوه د سامي په نامه ښځینه ساتنمنه وه او بل‌یې هم زموږ کارکوونکی و چې دواړه د درنو جُرمونو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز کې کارکوونکي وو، موږ ګورو چې قضیه څه ډول ده؟ دوی زموږ له ډېرو فعالو کار کوونکو څخه نه‌وو."

ښاغلي فروغ د حمله کوونکو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل خو زیاته‌یې کړه چې تر پلټنو وروسته به ټول جزئیات په ډاګه کړي.

تر دې وړاندې د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي جُرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس هم ویلي و چې دا دوه کسان د نامعلومو وسله‎والو له‎خوا وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د درنو جُرمونو پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز دې وروستیو کې یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې په اداري فساد تورن وو په مجازاتو محکوم کړي دي.

له اداري فساد سره د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې دا ځانګړی عدلي او قضايي مرکز تېر کال د سرطان میاشت کې د لوړپوړو چارواکو له‎خوا په کابل کې پرانیستل شو.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د یاد مرکز د دوو کار کوونکو وژل د اندېښنې وړ ګڼي وایي چې د دې پېښې تر شا اقتصادي او سیاسي مافیايي کړۍ لاس لري.

د دغه کمېسیون غړی نواب منګل وايي:

"دا هغه کسان وو چې غوښتل‌یې هغو مجرمینو ته ځان ورسوي کوم چې په فساد ککړ دي، خو له بده مرغه دا کسان د اقتصادي او سیاسي مافیايي کړیو له‎خوا وژل شوي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي چې حکومت باید د دا شان پېښو د مخنیوي په هدف مهمو امنیتي پوستونو ته وړ کسان وګماري او تر څنګ‌یې قوانین هم په ښه ډول عملي کړي.

راپور: سباوون کاکړ

  • پخوانی معلومات

د کابل امنیه قوماندان وايي، د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز د دوو کار کوونکو د وژل کېدو په تړاو د دوی پلټنې پیل شوې دي.

حسن‌شاه فروغ نن ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا پېښه ترورېستي عمل وه که نه؟

نوموړي وویل چې یاده پېښه نن سهار د کابل ښار د قمبر څلور لارې په سېمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې له اداري فساد سره د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز دوه کار کوونکي نن سهار د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.

د کابل د جنايي څېړنو مشر محمد سالم الماس ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې د کابل د چهارراهي قمبر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کابل جنايي څېړنو مشر محمد سالم الماس
د کابل جنايي څېړنو مشر محمد سالم الماس

نوموړی وايي:

"د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز دوو کارکوونکو باندې ډزې کړي او دوی يې وژلي دي دا پېښه دقیقاً نن سهار اته بجې رامنځ شوې ده."

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز دغه کار کوونکي په داسې حال کې وژل شوي چې یاد مرکز تر دې وړاندې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي د فساد په تور مجازات کړي دي.

XS
SM
MD
LG