د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه کې ۲۵ داعشیان وژل شوي


د ننګرهار ولايت په اچين او هسکه مېنه ولسوالیو کې د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش پر ضد په عملیاتو کې ۲۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت خبرپاڼه وايي چې په دې عملیاتو کې پرون یکشنبه د داعش ۳ وسله‌وال زخمیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ځمکنیو عملیاتو او هوايي حملو پر مهال د داعش وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د امریکا د ځانګړو ځواکونو "سپېشل فورس" یو غړی له داعش سره په جنګ کې ووژل شو.

د فرانسې خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې افغانستان کې ښايي د داعش ۷۰۰ وسله‌وال فعالیت کوي خو افغان چارواکي يې شمېر تر ۱۵۰۰ تنو زیات ګڼي.

XS
SM
MD
LG