د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۰۷

ننګرهار کې د چاودېدونکو توکو لويه زېرمه کشف او ضبط شوه


د کورنيو چارو وزارت په ننګرهار کې د منفجره موادو د يوې لويې زېرمې د کشف او ضبط خبر ورکړ.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې وويل چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې پوليسو په ځانګړو عملياتو کې په غني‌خېلو ولسوالۍ کې تر سلو کېلو ګرامو ډېر منفجره مواد کشف او ضبط کړي دي.

دغه وزارت وايي، دغه منفجره مواد د انتحاري حملې په نيت په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

XS
SM
MD
LG