د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

منصور نادري: د کور جوړونې تصدۍ به پر عصري وسایلو سمبال شي


د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وایي چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه به د کور جوړونې د تصدۍ پر نویو عصري وسایلو سمبال کړي.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري د یکشنبې په ورځ د کور جوړونې تصدۍ د اصلاحاتو او ریفورم د لومړي تفاهم‎لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې راتلونکو څو میاشتو کې به د تصدۍ د رغونې چارې پیل شي.

ښاغلی نادري وایي چې د کور جوړونې د تصدۍ په بیا فعالیت سره به د اقتصادي پراختیا تر څنګ ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د ښارجوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري
د ښارجوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري

نوموړی وايي:

"زه هیله لرم هغه تفاهم‎لیک چې موږ لاسلیک کړ له مخې به‌يې د روان کال تر پایه د تصدیو په تشکیلاتو او د معاشونو برخه کې د بدلونونو او دغه‌راز د حکومت د عایداتي سرچینو د جذبولو برخه کې شاهدان واوسو، اوس‌مهال د حکومت د ټولو دولتي ودانیو د پروژو مسؤلیت د ښار جوړونې وزارت ته سپارل شوی."

ښاغلی نادري وایي چې تېرو دوو کلونو کې د کور جوړونې د تصدۍ په رهبري کې اصلاحات راغلي او دغه تصدۍ کې مسلکي کسان په دندو ګمارل شوي.

نوموړی وايي، د افغانستان د کور جوړونې تصدۍ اوس‌مهال د دارالامان ودانۍ لومړی فاز جوړ کړی او دغه‌راز يې پر سردار محمد داوود خان روغتون له حملې وروسته ویجاړې شوې ځینې برخې بېرته رغولې دي.

د کورجوړونې تصدي په ۱۳۴۷ لمریز کال کې د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې جوړه شوه.

دغې تصدۍ کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مکروریانونو په څېر د استوګنې زرګونه کورونه جوړ کړل، خو د کورنۍ جګړو پر مهال د نورو تصدیو په څېر د کور جوړونې تصدي هم ویجاړه شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادري هم وویل چې هڅه کوي څو د کور جوړونې په تصدۍ کې اصلاحات راولي.

نوموړی وایي چې د کور جوړونې تصدي په بشپړ فعالیت سره به د خلکو په ژوند کې بدلون راشي او هم به بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان له کلتور سره سم ښارګوټي او اپارتمانونه جوړ شي.

نوموړی وايي:

"له هغو ټولو اصلاحاتو څخه موږ ملاتړ کوو چې له مخې يې زموږ ښارونه ځانګړي او بڼه‌يې بدله شي او خلکو ته خدمتونه آسان شي او د تصدیو یوه عمده دنده دا ده چې کومې دولتي ودانۍ جوړېږي باید د نورو هېوادونو کټ مټ کاپي ونه‌اوسي او د اوس‌مهال معماریو سره برابره وي."

ښاغلی نادري وايي چې اوس‌مهال هېواد کې زیات شمېر ودانۍ د بهرنیو هېوادونو له نقشو څخه په استفادې جوړې شوې دي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال افغانستان کې درې تصدۍ موجودې دي چې د کور جوړونې او بنايي يې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا او د افغان تصدي يې له اقتصادي زوال سره مخ ده.

راپور : مرضیه احمدزي

XS
SM
MD
LG