د لاسرسي لېنکونه

پولنډ کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله پنځه تنه وژل شوي


پولنډي چارواکو ویلي چې د هغه هېواد جنوب کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله پنځه تنه وژل شوي چې دوه ماشومان هم په‎کې دي.

راپورونه وايي، دا پېښه پرون شنبه شوې او ودانۍ، ظاهراً د ګاز د چاودنې له امله نړېدلې ده.

د سیمې والي پاول هرینیاک ویلي چې څلور تنه زخمیان دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، د ودانۍ یو اوسېدونکی لا هم نه‎دی موندل شوی.

XS
SM
MD
LG