د لاسرسي لېنکونه

سویډني پولیس: د استکهلم حملې په تور نیول شوی کس د ازبکستان دی


د سویډن پولیس وايي، هغه سړی چې په استکهلم کې له وروستۍ حملې سره د تړاو په تور نیول شوی، په خټه د ازبکستان دی.

خو پولیس لا نه‌پوهېږي چې هغه په څه ډول سويډن ته ورغلی دی.

د سویډن د ملي پولیسو کمېشنر دان ایلیاسن پرون استکهلم کې خبریالانو ته وویل چې په‎دې اړه څېړنې یې په ابتدايي پړاو کې دي او نور جزئیات نه‎شي څرګندولای.

د سویډن د ملي پولیسو کمېشنر دان ایلیاسن وايي:

"له حملې سره په تړاو یو سړی نیول شوی. پر هغه شک دی چې د حملې لپاره‌یې موټر خپله چلولی دی."

په استکهلم کې د جمعې په ورځ یوه لارۍ چلوونکي، د ښار په زړه کې خلک په موټر ووهل او څلور تنه‌یې ووژل.

د پولیسو په وینا، د استکهلم په شمال کې د حملې په تړاو نیول شوی سړی ۳۹ کلن دی.

د پولیسو په وینا، د سویډن د استخباراتو ملي ادارې ته مخکې هم د هغه په اړه معلومات ور رسېدلی و.

دان ایلیاسن وايي:

"موږ پر دې غور کوو چې هغه څرنګه دې هېواد ته راغلی؟ چېرته و؟ څه ډول تماسونه‌یې درلودل؟"

پولیسو د مشکوک سړي په اړه نور معلومات نه‎دي خپاره کړي خو له بهرنیو ترورېستي شبکو سره د هغه د تړاو امکان‌یې هم نه‎دی رد کړی.

د سویډن د ملي پولیسو کمېشنر پرون په‎دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پېښې په اړه‌یې څېړنې روانې دي.

د سویډن صدراعظم وویل چې دې حمله کې ډېر کسان زخمیان شوي او څرګنده‌يې کړه چې ټول هېواد کې په ځانګړي ډول په ستراتيژیکو سیمو کې یې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د سویډن صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په اړه د ترورېستي حملې په توګه څېړنې کېږي.

د سویډن صدراعظم اسټفان لوون
د سویډن صدراعظم اسټفان لوون

د سویډن صدراعظم اسټفان لوون په یوه اعلامیه کې ویلي:

"داسې حملې سویډن کې نه‎شي کامیابېدلای، سویډنیان غمجن، په قهر خو په‎دې غميزه کې سره متحد دي."

د بریتانیې صدراعظمې ترېزا مې د سویډن صدراعظم اسټفان لوون سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د داسې ګډو ګواښونو پر ضد به ګډه مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې په سویډن کې د جمعې ورځې حمله "ترورېستي" عمل بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، داسې حملې چې د خلکو په زړونکو کې د وېرې د زړي کرلو لپاره کېږي، په ټوله نړۍ کې له ترورېزم سره مبارزې ته تعهد پياوړی کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په سویډن کې دا حمله غندلې ده.

په مصر کې د الازهر اسلامي مرکز یوه اعلامیه خپره کړه او په سويډن کې وروستۍ حمله‌یې په شدت وغندله.

په هغې خبرپاڼه کې چې د الازهر اسلامي ټولنې پر وېب‎پاڼه خپره شوې، ویل شوي چې نړیوال باید د ترورېزم پر ضد مبارزه چټکه کړي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، دا د ازبکستان څلورم وګړی دی چې تېرو درېیو میاشتو کې له ترورېستي حملو سره د تړاو په تور نیول کېږي.

د بحرانونو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ تر منځ وسله‎واله د اسلامي دولت په نوم له وسله‎والې ډلې یا داعش سره یوځای شوي دي.

خو ازبکستان تر اوسه په‎دې اړه چې څومره وګړي به‌یې د داعش تر بیرغ لاندې جنګېږي، شمېرې نه‎دي خپرې کړي.

د بحرانونو نړیوال سازمان وايي، د داعش په بهرنیو وسله‎والو کې زیات د ازبکستان وګړي او د شااوخوا هېوادونو ازبکان دي.

XS
SM
MD
LG