د لاسرسي لېنکونه

برمک: طبیعي پېښو ته رسېدو لپاره ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې لرو


پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وايي، احتمالي طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره يې د افغانستان د ۳۳ ولایتونو لپاره ۸۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر ډاډ ورکوي چې د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي لپاره يې د نړیوالو موسسو په مرسته یو شمېر ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

ویس برمک د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د بېلابېلو ولایتونو د طبیعې پېښو زیانمنو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ او ټینګار يې وکړ چې په روان کال کې هم لازم چمتوالی نیول شوی دی.

ویس برمک.
ویس برمک.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې موږ اتیا میلیونه افغانۍ چې په هر ولایت کې له یو څخه نیولې ترپنځو میلیونو افغانۍ کېږي نغدې پیسې لرو، په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته، په څلور دېرش ولایتونو کې د (۲۸۴۹۳) اته ویشت زره څلور سوه دري نوي، کورنیو لپاره د خوراکي موادو زېرمې زموږ له چمتوالي څخه دي او د ۱۳۹۶ لمریز کال د راتلونکو ۳ میاشتو لپاره چې د ګواښونو احتمال پکې زیات دی دغه امکانات د حکومت په واک کې دي."

ښاغلي برمک دغه شان له نا امنه ولایتونو څخه د یو لک بېځایه شویو کورنیو لپاره د مرستو پیل، د اکتید موسسې په همکارۍ د ۲۰ زره کورنیو لپاره د سرپناه جوړول او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو ځانګړې کول هم د حکومت د هڅو یوه برخه بولي.

ولسي جرګې طبيعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت د وزیر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول په هرات کې د وروستیو سېلابونو په تړاو جرګې ته ورغوښتي وو.

په دې وروستیو کې په هرات کې د سېلابونو د راوتلو له کبله چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي زیانمنو سره د مرستې غږ ته اړ ایستل.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وویل چې په هرات کې سېلابونو خلکو ته ځاني تاوان نه دی رسولی خو ګڼ مالي تاوان یې اړولې چې حکومت ورسره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.

نوموړی وايي چې د اجرائیه رئیس له لورې ۳۸ میلیونه افغانۍ نوره مرسته هم د هرات د زیانمنو شویو لپاره منظور شوې ده.

د ښاغلي برمک په خبره په تېرو درېیو کلونو کې په ډېرو ولایتونو کې هغه کسانو ته چې له طبیعي پېښو څخه زیانمن شوي دي مرستې رسېدلي دي.

خو د ولسي جرګې غړي انتقاد کوي چې زیانمن شویو کسانو ته ځانګړې شوې مرستې بسنه نه کوي او په ورته وخت کې په ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو له لورې دغه مرستې اړو کسانوته نه دي رسېدلي.

د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي او میربت خان منګل وویل:

"کله چې سېلابونه راځي او له یوه افغان څخه ډوډۍ، د مېرمنې دواده جهیز او ټول وسایل وړي، پېښو ته د رسېدنې په برخه کې اړوند بنسټونه یوازې د یوه تابلیت په ورکولو سره بسنه کوي."

"په خوست کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست یا مدیرت ته چې تاسو کوم غنم استولي هغو ښه مدیرت نه دی کړی ټولو اور اخېستی او لمنځه تللي، هېڅ چا ترې استفاده نه ده کړې."

دا په داسې حال کې ده چې طبيعې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر ډاډ ورکوي چې د نړیوال بانک له لوري د افغانستان د هغه سیمو سروې او د نقشو اخېستلو لړۍ بشپړه شوې چې ډېرې زیانمونکي دي او هڅه کېږي چې پېښو ته د رسېدنې ریاستونه له مرکز سره ونښلول شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG