د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

کابل او استانه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ چوکاټ جوړوي


افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف يو ګډ سوداګریز فورم يا چوکاټ جوړوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خانجان الکوزي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان ـ قزاقستان د تجارتي تواصل په نوم کنفرانس ته وویل چې قزاقستان د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د يوه پل حثیت لري چې افغانستان د منځني اسیا او يو شمېر نورو مهمو هېوادونو سره نښلوي.

په دغه کنفرانس کې افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

خان جان الکوزی.
خان جان الکوزی.

نوموړي زیاته کړه:

"قزاقستان د چین او روسیې د نښلولو لپاره د اتصال يوه مهم ټکی دی چې افغانستان له دغو هېوادونو سره نښلوي او زموږ د سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډه لار ده او دې موضوع ته افغان حکومت، د سوداګرۍ عالي شورا او ولسمشر ځانګړې پاملرنه لري."

ښاغلي الکوزي وویل چې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونو مسؤلینو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې همکارۍ په هدف يوه دوه اړخیز هوکړه لیک هم لاسلیک کړی.

اوسمهال افغانستان او قزاقستان هرکال د ۴۳۷ میلیونو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې ۴۲۶ میلونه ډالره په کې د افغانستان او ۱۱ میلیونه ډالر د قزاقستان ونډه ده.

د افغانستان عمده صادرات دغه هېواد ته سبزیجات، مېوه جات، قالینې او د مرمرو ډبرې دي خو د وړو او غنمو په برخه کې بیا قزاقستان افغانستان ته لوی صاردونکی هېواد دی.

افغانستان په تېر يوه کال کې دوه میلیونه ټنه اوړه او غنم له منځني اسیا څخه وارد کړې چې ډېره برخه يې له قزاقستان څخه ده.

همدا شان ۴۴ قزاقي شرکتونو د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

د افغانستان ــ قزاقستان د سوداګرۍ تواصل په کنفرانس کې د قزاقستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤلینو د افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې د برخې رئیس اسکر ارینوف وویل:

"د افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې مهمې دي، موږ په افغانستان کې اوس هم سوداګري لرو او غواړو چې خپلې سوداګرۍ ته نوره هم پراختیا ورکړو او په کار ده چې په دې برخه کې دوه اړخیزه همکاري وشي څو سوداګري پراخه شي."

افغانستان او قزاقستان له يو بل سره پخوانۍ سوداګریزې اړیکې لري چې د شېر خان بندر د پروژې د بیارغانې او په يو شمېر نورو برخو کې یې د افغانستان سره همکارۍ کړې ده.

افغان حکومت غواړي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري چې قزاقستان په دې برخه کې مهم رول لوبولی او دغو اړیکو ته د رسېدلو لپاره د افغانستان مزل لنډولی شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG