د لاسرسي لېنکونه

ابراهیمي: وکیلان دې د ملي ګټو ضد څرګندونو ډډه وکړي


د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د دغې جرګې له غړیو وغوښتل ترڅو د ملي ګټو پر ضد له پارونکو څرګندونو ډډه وکړي.

عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې په ناسته کې وویل چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او یوازې یو قوم پوري تړاو نه لري:

"درنو وکېلانو هېله مند یم هر ډول څرګندونې چې تاسې کوی د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وي، افغانستان د ټولو قومونو کور دی او هېڅ کله دا امکان نه لري چې افغانستان یوازې په یو قوم پوري اړه ولري."

ښاغلي ابراهيمي داخبرې وروسته له هغې وکړې چې د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې یوځلې بیا د ولسي جرګې ځنیو غړیو د ډيورند کرښې په اړه څرګندونې وکړې.

XS
SM
MD
LG