د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۷

امریکا وايي پر سوریې نوي بندیزونه لګوي


د امریکا خزاني وزیر ستیفین منوچین وویل، متحد ایالات به پر سوریې د دې لپاره نوي بندیزونه ولګوي چې د کیمیاوي وسلو په واسطه یې پر ملکیانو بریدونه کړې دي.

د امریکا خزانې وزیر د جمعې په ورځ وویل، موږ به پر سوریې د نورو بندیزونو اعلان وکړو ترڅو د دا ډول هڅو مخه ونیول شي.

د امریکا خزانې وزیر زیاته کړه چې دا بندیزونه ډېر مهم دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي دي چې د اپریل په اوومه د سوریې پر یوې هوایي اډې د توغندیو برید امریکا د دې لپاره وکړ چې سوریې ته د کیمیاوي وسلو د برید له امله ځواب ووایي.

امریکا وایي چې دا هغه اډه ده چې له دې ځایه د سوریې الوتکو د خان شیخون پر سیمه د اپریل په څلورمه په کیمیاوي وسلو برید وکړ او لږ تر لږه شپږ اتیا کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG