د لاسرسي لېنکونه

افغان کرکټ ټیم د نړۍ له غوره ۱۱ کسیز ټیم سره لوبه کوي


ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د نړۍ له غوره يوولس کسيزې لوبډلې سره په يو ورځنۍ مسابقه کې برخه واخلي.

دغه مسابقه به له ماري-ليبون کرکټ کلب «Marylebone Cricket Club» سره په جولاى کې د انګلستان کرکټ په لارډز «Lord's» ميدان کې وشي.

د دې خبر اعلان د کرکټ دغه کلب يا «MCC» پرون جمعه وکړ.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسؤل محمد عزيز غروال له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا اعلان د کرکټ په ډګر د افغانستان لپاره له وياړه ډک وباله:

"دا د افغانستان لپاره ستر وياړ دى چې د يوولس کسيزې غوره لوبډلې سره مسابقه کوي، د دې لوبډلې لوبډلمشر به د نيوزيلند د ټيم تېز توپ وهونکى بريندان مککالم (Brendon McCullum) وي، د نړۍ د کرکټ په کور کې ورسره لوبه کوو."

افغانستان په وروستيو کې د کرکټ په ډګر کې د ډېرو پرمختګونو شاهد دى.

د اول وار لپاره سږکال د افغانستان د ملي ټيم دوه لوبغاړي محمد نبي او راشد خان ارمان د هند د غوره ليګ يا IPL مسابقو لپاره رانيول شول.

کرکټ بورډ تمه لري چې افغانستان د روان ميلادي کال تر پايه د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG