د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۷

ټرمپ وايي، له چین سره اړیکو کې پرمختګ کړی


د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره يې تر کتنې وروسته له چين سره په اړيکو کې فوق العاده پرمختګ وکړ.

تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ پر چين سخت انتقادونه کول.

ښاغلي ټرمپ پرون په فلوريدا کې بې له دې چې نور جزئيات ورکړي د دواړو هېوادونو د هيئتونو په حضور کې وويل:

" فکر کوم له چين سره مو په خپلو اړيکو کې فوق العاده پرمختګ وکړ، زما استازو د دوى له استازو سره يو په يو خبرې وکړې، واقعي پرمختګونه شوي چې ډېرو نورو پرمختياوو ته به زمينه برابره کړي، د ولسمشر شي او زما له خوا د اړيکو پرمختيا فکر کوم ډېره عالي ده."

په عين حال کې د چين ولسمشر هم په ګډ خبري کنفرانس کې مبهمې څرګندونې وکړې خو ځينې مثبت ټکي يې ياد کړل.

شي جين پينګ وويل، موږ په خپلو کې ژور پوهاوى او باور، دغه راز مقدماتي کاري اړيکې او دوستي ايجاد کړه.

XS
SM
MD
LG