د لاسرسي لېنکونه

د بیات قوم مشران: حکومت کې دې سیاسي ونډه راکړل شي


په کابل کې د بیات قوم راټول شوي مشران وايي چې په حکومت کې سیاسي ونډه نه ده ورکړل شوې.

د لوګر، غزني، بلخ او کابل په ولایتونو کې د مېشت بیات قوم مشران وايي، امتیاز نه غواړي خو په حکومت کې سیاسي ونډه یې حق دی.

دوی د جمعې په ورځ په کابل کې په همدې اړه د جوړې شوې ناستې پرمهال دا هم وویل چې په برېښنايي تذکرو کې یې باید د دوی د قوم نوم هم ولیکل شي.

د بیات د قوم یو مشر او د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار وویل:

محمد اسماعېل قاسمیار.
محمد اسماعېل قاسمیار.

"نه یوازې دا چې په برېښنايي تذکرو کې د ملي هویت ترڅنګ زموږ قومي هویت ذکر شي بلکې په دولتي قدرت کې دې هم ونډه راکړل شي، موږ به په نېږدې راتلونکې کې له ولسمشر سره ناسته ولرو او له هغه سره به دا موضوع مطرح کړو چې د بیات قوم تاریخی قوم دی او هېڅ څوک یې حذف کولای نه شي."

که څه هم په دې اړه کره معلومات نشته چې د بیات قوم په افغانستان کې څومره نفوس لري خو غزني، لوګر، بلخ او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ډېره پکې د بیات قوم پورې اړوند خلک ژوند کوي.

تر دې وړاندې ځینو نورو قومونو هم په افغان حکومت کې له خپلې کمې ونډې شکایتونه کړي خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا تل دا ویلي چې هېڅ افغان له بل افغان څخه بهتر نه دی او هېڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی او ټول باید په حکومت کې ونډه ولري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، که د یوه منظم میکانیزم له موجودیت پرته هر قوم په حکومت کې ونډه اخلي او بیا یوازې د خپل قوم لپاره کار کوي دا مسئله د ملت جوړونې پر وړاندې جدي ننګونه ده.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه خالد سعادت د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که هرڅوک په حکومت ونډه اخلي نو پکار ده چې د شخصي او قومي ګټو ور اخوا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که هر څوک راپاڅېږي د قومیت پر اساس د سیاسي ونډې خبره کوي نو زه فکر کوم چې موږ د ملت جوړونې له لوی ګواښ سره مخامخ کېږو او بیا د یو واحد ملت په توګه نه شو تعریف کېدای، په قانوني او حقوق توګه د ملي یوالي جوړښت باید داسي وي چې د انتقاد وړ نه وي او ټولو ته پکې برخه ورسېږي خو دا په دې معنی نه ده چې هرڅوک راشي د یوه قوم نه ځان تعریف کړي او بیا ټول خدمات او کړنې دې یوه قوم ته وقف کړي."

د ښاغلي سعادت په خبره په افغانستان کې مېشت قومونه چې د تاریخ په اوږدو کې یې له یوه بل سره ښه ژوند کړی د یو بل په منلو باید د یوه پیاوړي ملت او نظام د رامنځته کولو لپاره چې د ده په خبر د افغانستان د ډېرو ستونزو حل پکې نغښتی دی جدي هڅې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG