د لاسرسي لېنکونه

د قزاقستان د تېلو شرکت یو غړی په دوه نیم کاله بند محکوم شو


د قزاقستان د تېلو او ساختماني شرکت «او،سي،سي« د کارګرانو د اتحادیې یو غړی نوربېګ قوشاق بایف په دوه نیم کاله بند محکوم شو.

پرقوشاق بایف دا حکم د جنورۍ په میاشت کې دتېلو د شرکتونو د کارګرانو د اعتصاب له امله شوی دی.

د استانې محکمې نن پر قوشاق بایف غېر قانوني اعتصاب ته د کارګرانو د هڅولو په جرم، د زندان حکم کړی دی.

محکمې همدا راز حکم وکړ چې قوشاق بایف باید د کارګرانو په اعتصاب کې د تېکنو ټرېډنګ شرکت ته د رسېدلي زیان له امله لږترلږه۸۰ زره امریکايي ډالر جریمه ورکړي.

نوربېګ قوشاق بایف د جنورۍ په میاشت کې چې د د«او،سي،سي» سل هاوو کارګرانو د یوې تجارتي اتحادیې د بندېدو پر ضد په اعتراض کې دوې اونۍ اعتصاب وکړ، ونیول شو.

اعتصاب د یوې سیمه ییزي محکمې له لوري غېر قانوني اعلان شو او مخنیوی یې وشو.

XS
SM
MD
LG