د امریکا پوځ نن سهار د سوریې د هوايي ځواکونو پر یوه اډه د لسګونه توغندیو برید وکړ.
روسیې او ایران دا حملې غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، دا برید د امریکا د ملي ګټو لپاره ضروري و.
د امریکا د دې اقدام د احتمالي عواقبو په اړه احمد تکل د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې.
د مرکې په پیل کې ښاغلی ستانکزی دې پوښتنې ته ځواب وايي چې د امریکا د دې اقدام په وړاندې به د روسیې او د روسیې د متحدانو احتمالي غبرګون څه وي؟