د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

پیو څېړنیز مرکز: تېرو کلونو کې عیسوي میندو ډېر ماشومان زېږولي


په تیرو کلونو کې عیسوي میندو د هغو نورو میندو په مقایسه چې د نورو مذهبونو پیروانې دي، ډېر ماشومان زېږولي او دې مرسته وکړه چې عیسویان د نړۍ لویه مذهبي ډله پاتې شي.

د پیو په نوم څېړنیز مرکز د نړۍ د وګړو د راتلونکي اټکل په ترڅ کې وايي چې له اوس نه څه کم ۲۰ کاله وروسته به د هغو نویو زېږېدلو ماشومانو شمېر چې مسلمانو کورنیو کې زېږېږي د هغو مقایسه چې عیسوي کورنیو کې پیدا کېږي زیات شي.

د څېړنیز مرکز په وینا مسلمانان نړۍ کې چټکۍ سره زیاتېدونکي مذهبي ډله ده او د نړۍ په تر ټولو لوی مذهب‌یې د بدلیدو نښې له اوسه ښکاري.

له ۲۰۱۰ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې موده کې د نړۍ د ټولو نویو زېږېدلو ماشومانو په سلو کې ۳۱ په مسلمانو کورنیو کې زېږېدلي دي.

مسلمانانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د ټولو وګړو په سلو کې ۲۴ برخه جوړوله.

د پیو په نوم دا څېړنیز مرکز وايي، د نړۍ د عیسویانو شمېر هم په زیاتېدو دی خو د مسلمانانو په څېر په چټکۍ نه‌زیاتېږي.

په وروستیو کلونو کې د نړۍ د نویو زېږېدلو ماشومانو په سلو کې ۳۳ په عیسوي کورنیو کې پیدا شوي.

دا شمېر لږ څه د هغه په سلو کې ۳۱ څخه زیات دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې عیسویان د نړۍ د وګړو برخه جوړوله.

که څه هم اټکل کېږي چې د افریقا صحرايي سیمه کې به په راتلونکو لسیزو کې د ځوانو عیسویانو نفوس زیات شي خو په نورو ځایونو کې د عیسوي نفوس په اړه دا نه‎شي ویل کېدای.

دا څېړنیزه اداره وايي، په وروستیو کلونو کې په نړۍ کې په مړینو کې هم د عیسویانو شمېر زیات او د نړۍ په کچه‌یې د مړینو په سلو کې ۳۷ برخه جوړوله.

د راپور په وینا په ځانګړې توګه اروپا کې د عیسوي مذهب پیروانو کې د نویو زېږېدنو په مقایسه د عمر د زیاتوالي له کبله د مړینو شمېر زیات وو.

په نړیواله سطحه اټکل کېږي چې د مسلمانانو په نفوس کې د ځوانانو د شمېر او د زېږون د اندازې د لوړوالي له کبله به په د ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۳۵ میلادي کلونو موده کې د نویو زېږېدلو هغو ماشومانو شمېر چې په مسلمانو کورنیو کې پیدا کېږي ۲۲۵ میلونو ته ورسېږي.

دا به د هغو ماشومانو په مقایسه چې عیسوي کورنیو کې زېږېږي او شمېر یې ۲۲۴ میلیونه اټکل شوی یو څه زیات وي.

له دې سره به دې موده کې لا هم په نړۍ کې د عیسوي مذهبه پیروانو شمېر زیات وي.

خو په ۲۰۵۵ څخه تر ۲۰۶۰ میلادي کلونو پورې موده کې به د دې دوو مذهبي ډلو تر منځ د زېږېدنې توپیر۶ میلونو ته ورسېږي.

په دې څېړنیز اټکل کې ویل شوي دي، له ۲۰۱۰ میلادي کاله تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې په اروپايي هېوادونو کې داسې هېواد نه‎شته چېرې چې د مسلمانانو مړینه د هغوی د نویو زېږېدلو ماشومانو په مقایسه زیاته شوې وي.

د اروپا په ۲۱ هېوادونو کې په مسلمانو کورنیو کې د زېږېدلو ماشومانو شمېر د مسلمانانو د مړینې له شمېر زیات وو.

راپور زیاتوي، په جرمني، بریتانیا، ایټالیا، روسیې او فرانسه کې، په هر هېواد کې د مسلمانانو تر مړینو زیات د لږ تر لږه ۲۵۰ زرو هغو ماشومانو زېږون ثبت شوی چې په مسلمانو کورنیو کې زېږېدلي دي.

په عین حال کې مهاجرت هم په اروپا کې د مسلمانانو شمېر زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG