د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د ارزګان د ښځو چارو ریاست: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه‌دی


ارزګانۍ مېرمنې وايي، دولت دې ورسره خپلو کړو وعدو ته ژمن پاتې شي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه اغلې رڼا سمیع وفا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر کال که څه هم د ارزګانۍ مېرمنو لپاره له کړاونو ډک وو خو په ۱۳۹۶ کال کې دولت باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه اغلې رڼا سمیع وفا
په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو ریاست رئیسه اغلې رڼا سمیع وفا

اغلي رڼا زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې د ارزګانۍ مېرمنو لپاره دې اوږد مهاله پروژې پلي کړي، ځکه دې وروستیو جګړو کې ارزګانۍ مېرمنې، بې‌سرپرسته شوي، مالي او ځاني زیانونه‌يې وراړولي او تېر کال کې وهل شوي."

اغلې رڼا دا هم وویل چې ښځو ته باید دولتي ادارو کې پراخه ونډه ورکول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره د مدني ټولنې مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

د مدني ټولنې مسؤلې انوشه بارکزۍ وايي، دولت باید تر ټولو دمخه د هغه ناچاره مېرمنو لاس نیوی وکړي چې دې وروستيو جګړو کې د کور چارې ور له غاړې دي.

اغلې انوشې زیاته کړه:

"زما له ټولو پلرونو او ورونو غوښتنه ده چې خپلې لورګانې ښوونځیو ته ولېږي او خپل حقوق ورکړي، څو د هغوی راتلونکی روښانه شي."

په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد نذیر خروټی بیا په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي برخه کې د جدي مبارزې ډاډ ورکوي.

نوموړی وايي، هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‎کړي چې دغه ولایت کې د ښځو حقوق ورڅخه واخلي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی

ښاغلی خروټی وايي:

"موږ به دغه کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلو، هغه یوازې د کاغذ پرمخ نه بلکې عملي ګامونه، هغه څه چې دوی ته اسلام او قانون ورکړي، تر دوی پورې به‌يې ورسوو."

د یادونې وړ ده چې د ارزګان ولایتي ادارې په تېر کال کې هم د ښځو حقونو برخه کې د جدي مبارزې ژمنې کړې وې خو د ښځو چارو ریاست بیا ویلي چې دې برخه کې لازم اقدامات نه‌دي ترسره شوي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG