د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

مظفري: "م.م" کولای شي پر هغو هېوادونو چې سولې ته خنډ دي فشار راوړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د ملګرو ملتونو سازمان کولای شي د ترورېزم پر ملاتړو هېوادونو فشار راوړي او د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د یادې شورا ویاند د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګرو ملتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان اړوند قضیو سره څومره جدي چلند کړی وايي چې افغانستان د دغه سازمان د ګټې وړ اقداماتو څخه نه‎دی برخه‌مند شوی.

امین‌الدین مظفري وايي، دا په داسې حال کې ده چې د دې سازمان اصلي مسؤلیت د امنیت ټینګښت او د هېوادونو تر منځ د ستونزو هوارول دي.

نوموړی وايي:

"له شک پرته ملګري ملتونه په نړۍ په تېره بیا افغانستان کې مهم رول لري، دا سازمان کولای شي ځينو هېوادونو چې افغانستان کې د سولې د بهیر پر وړاندې خنډ دي فشار راوړي."

د ازبکستان ولسمشر د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د چهارشنبې ورځې په کتنه کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانستان د سولې پر موضوع ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې ښاغلي پوتین هم په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

ازبکستان د افغانستان د ستونزو هواري ته د "م.م" په منځګړیتوب ټینګار وکړ

له دې وړاندې ځينو نورو هېوادونو هم ویلي چې د افغانستان د ثبات او د سولې د روان بهیر د بریالیتوب یوازنۍ لار بین‌الافغاني خبرې دي.

ملګري ملتونه د تېرو ۵۰ کلونو راهیسې افغانستان کې حضور لري او د دغه سازمان استازو تل د افغانانو د ژوند پر ښه کېدو ټینګار کړی دی.

د یاد سازمان چارواکو څو ځلې له وسله‎والو مخالفینو هم غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته د افغانستان د سولې برخه کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه وویل:

"د سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو سازمان تل له حکومت سره همکار دی، په سیمه کې چې د سولې لپاره هڅې روانې دي له هغې ډلې د مسکو غونډه یادولای شو، دې کې د ملګرو ملتونو استازیتوب هم شته."

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پاملرنه کمه شوې، خو افغانان غواړي چې دا سازمان عملاً د افغانستان قضیو ته راودانګي.

نوموړی وايي:

"له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان په چارو کې رښتیني همکاري وکړي او که صادقانه اقدامات وکړي موږ به په کم وخت کې د سولې او امنیت شاهدان واوسو."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه محمد اصف بکتاش وايي چې ملګري ملتونه باید د ګاونډيو هېوادونو، سیمې او لویو قدرتونو د استازو یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي څو د افغانانو په مشرۍ د سولې او د نړیوالو د ملاتړ یو چوکاټ رامنځته کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG