د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۷

ایران کې "رئیسي" راروانو ټاکنو کې خپله کاندیدي اعلان کړه


په ایران کې یوه محافظه‌کار مذهبي مشر سید ابراهیم رئیسي د هغه هېواد د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې خپله کاندیدي اعلان کړه.

رئیسي په ايران کې د تر ټولو ستر خیریه پروګرام مشري کوي.

د ایران د خبري رسنیو په وینا، د رئیسي استازي نن دا خبر د محافظه‌کارانو په غونډه کې اعلان کړی دی.

د رئیسي استازي ویلي چې هغه د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ګډون لپاره د انتخاباتو د څارنې د ځانګړې کمېټې له غړیتوبه هم استعفی کړې ده.

رئیسي ۵۶ کلن دی او تر دې مخکې یې د لوی څارنوال او د قضائیه قوې د مرستیال په توګه کار کړی دی.

هغه په ایران کې د نخبه‌ګانو شورا غړیتوب هم لري چې د ایران د ستر مذهبي مشر د کار څارنه کوي او د نوي مذهبي مشر د ټاکلو صلاحیت لري.

د محافظه‌کارانو کاندید به د اصلاح غوښتونکي او منځ‌لاري ولسمشر حسن روحاني په وړاندې ودرېږي.

د روحاني ملګرو ویلي چې هغه به د جمهوري ریاست د دوهمې دورې لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG