د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

پولنډ له روسیې نه د طبیعي ګازو د وارداتو کمول څېړي


د پولنډ د صدراعظم مرستیال له روسیې نه د طبیعي ګازو د وارداتو کمول څېړي.

د پولنډ د صدراعظم مرستیال متیوش موره‌ویکي «Mateusz Morawiecki» چې هم‎مهاله د اقتصادي پراختیا وزارت هم مخته وړي ویلي څو ورځې مخکې یې د امریکا متحده ایالاتو د انرژۍ له وزیر ریک پیري «Rick Perry» سره له هغه هېواده د ګازو په پېرلو خبرې کړې دي.

پولنډ چې د ناټو پوځي تړون غړی دی د اړتیا وړ طبیعي ګازو دوه پر درېیمه برخه له روسیې ترلاسه کوي او اوس د ملي امنیت د دلایلو په سبب په دې لټه کې دی چې د دې پلورونکي بدیل پیدا کړي.

د پولنډ د صدراعظم مرستیال ویلي، د امریکا متحده ایالاتو نه د طبیعي ګازو ترلاسه کول د پولنډ انرژي ښه کوي او د دغه هېواد د انرژۍ امنیت لا زیاتوي.

د پولنډ د صدراعظم مرستیال متیوش موره‌ویکي
د پولنډ د صدراعظم مرستیال متیوش موره‌ویکي

متیوش موره‌ویکي له روېټرز سره په خبرو کې زیاته کړې چې:

"زه ډېر اندېښمن یم. فکر کوم هغه څه چې روسیې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په ګرجستان کې له یرغل وروسته او په اوکراین کې په ۲۰۱۴ کال کې ترسره کړل په ښکاره توګه د نړیوالو قوانینو په خلاف دي."

پولنډ په بالتیک سمندرګي کې له روسیې نه د ګازو د واردولو په خاطر تېر کال یو ترمینل هم پرانیستی و.

د روسیې اقتصاد اوس وخت په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیې د کمښت او پر مسکو د نړیوالو بندیزونو په سبب مخ په ځوړ دی.

د روسیې د احصائیې ملي ادارې روستات په خپل پروني رپوټ کې ویلي هغه روسان چې په بې‎وزلي کې ژوند کوي تېر کال نولس میلیونه او اته لکو ته رسېدل او دا په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د خپرو شویو شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بې‌وزله روسانو شمېر درې لکه نور زیات شوی دی.

د پولنډ د صدراعظم مرستیال ویلي اوس وخت د امریکا متحده ایالاتو له تکزاس ایالت د اوبلنو ګازو واردول د الجزایر او قطر په څېر له نورو هېوادونو د دغو ګازو د پېرلو په نسبت ګران تمامېږي.

خو مرستیال صدراعظم ښاغلی موره‌ویکي باوري دی چې له امریکايي تمویلوونکو سره د خبرو په نتیجه کې د دغو ګازو بیه راکمه کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG