د لاسرسي لېنکونه

روسیه کې د هغو وګړو شمېر چې فقر کې دي ۹،۸ میلیونو ته رسېدلی


په روسیه کې د هغو وګړو شمېر چې په فقر کې اوسي ۱۹ اعشاریه ۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

دا په تېره یوه لسیزه کې په روسیه کې د فقر تر ټولو لوړه اندازه ده.

د اوکراین په ختيځ کې د فعالیت له امله پر روسیې د لوېدیځو هېوادونو بندیزونو او د تېلو په نړیوال مارکېټ کې د نرخ د ټیټېدو له امله د روسیې اقتصاد کمزوری شوی او له مالي تورم سره‌یې مخامخ کړی دی.

د روستات ادارې پرون دا شمېرې خپرې کړې او وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په روسیه کې د هغو خلکو شمېر درې لکه زیات شوی چې په فقر کې ژوند کوي.

په سلو کې ۱۳ روسانو د تېر کال په څلورمه برخه کې تر ۱۷۱ امریکايي ډالرو کم میاشتنی عاید درلود.

XS
SM
MD
LG