د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۲۲

پروان کې د تازه مېوې د پروسس فابریکې ډبره کېښودل شوه


په پروان ولایت کې نن د څلور میلیونو ډالرو په ارزښت د تازه مېوې د پروسس فابریکې ډبره کېښودل شوه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد د پنجشبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکه تر راتلونکو څلورو میاشتو ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي چې په فعالیت سره‌یې ۳۰۰ کسانو ته په مستقیم او په سلګونه نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

نوموړی وايي چې دغه فابریکه په یو ساعت کې په نړیوال سټنډرد د لس مټریک ټنه مېوې د پروسس ظرفیت لري.

دغه‌راز دغه فابریکه په ورځ کې ۲۰۰ مټریک ټنه مېوه پروسس او بیا ترې جوس جوړوي.

ښاغلی راشد زیاتوي دغه فابریکه د کرنې وزارت د کاردیف پروژې په مالي ملاتړ فعالیت پیلوي.

XS
SM
MD
LG