د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۰۷

افغان ځواکونو د پکتیکا بند سردې کې د طالبانو حمله په شا وتمبوله


افغان امنیتي ځواکونو د پکتیکا په "بند سردې" سیمه کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو حمله د چهارشنبې په شپه، شاته وتمبوله.

د پکتیکا ولایت د رسنیو برخې مسؤل محمد رحمان ایاز ازادي راډیو ته وویل:

"وسله‌والو طالبانو پر امنیتي پوستې برید وکړ، پولیسو مقاومت وکړ چې په ترڅ کې یې شپږ د دولت مخالف وسله‌وال ووژل شول او اووه تنه‌یې ټپیان شول. د دوی زیاته اندازه مهمات هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي. په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه‌دی اوښتی."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG