کندز کې د حقانې شبکې یو مهم غړی نیول شوی
په کندز ولایت کې د حقانې شبکې یو مهم غړی نیول شوی دی. د کندز امنيې قوماندان جنرال عبدالحمید حیمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د امام الدین په نامه د حقاني شبکې دغه غړي په چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت پرضد فعالیتونه کول او شاوخوا ۱۷ تنه دولتي سرتېري یې وژلي وو. د حقانې شبکې دغه غړي په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي دي چې د سیمه ییزو پولیسو په دوو پوستو کې يې زیات شمېر سرتېرې وژلي دي. وسلهوالو مخالفينو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي. اجمل ارین او ایډیټ: ولي سباوون