د لاسرسي لېنکونه

عراقي چارواکي: تکریت ښار کې داعش ۲۶ تنه وژلي


د عراق روغتیايي چارواکي وايي، په تکریت ښار کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش جنګیالیو په یوه حمله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

اخوا د پولیسو یوه مسؤل خالد محمود نن ویلي چې د دوو انتحاري حمله کوونکو په شمول لسو وسله‎والو پرون شپه ناوخته ښار ته ننوتلي وو.

په حمله کې چې د پولیسو د یوه ډګروال په کور شوې د پولیسو دا مسؤل او د کورنۍ څلور غړي یې وژل شوي دي.

د ښار د مرکزي روغتون یوه ډاکتر نوافل مصطفی ویلي چې روغتون ته ۲۶ جسدونه ورانتقال شوي و چې په‎کې ۱۴ د پولیسو وو.

سهار هم د رپوټونو پر اساس د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تکریت له پلازمېنې بغداد نه شمال خوا ته په ۱۷۵ کېلو مترۍ کې لیرې پروت ښار دی.

دا حمله په داسې حال کې شوې چې عراقي پوځیان د اسلامي دولت ډلې یا داعش له کنټروله د شمالي ښار موصل د نیولو په خاطر عملیات جاري ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG