د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د کندز پولیسو د ۱۷ سیمه‌ییزو پولیسو د وژنې عامل نیولی


په کندز کې د پولیسو له‌خوا د یو شمېر سیمه‌ییزو پولیسو د قتلونو عامل نیول شوی دی.

د کندز د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې دوی دې ولایت کې د حقاني شبکې یو تن مهم قوماندان امام‌الدین مشهور په بلال چې د یو شمېر سیمه‌ییزو پولیسو د قتلونو اصلي عامل دی نیولی دی.

د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي تېره ورځ له غرمې وروسته رسنیو ته وویل چې دغه نیول شوی کس تېر کال او په روان کال کې د دې ولایت په کچه د پولیسو اړوند په درې امنیتي پوستو د نفوذي اشخاصو په مرسته برېد کړی و چې په پایله کې یې څه باندې ۱۷ تنه د پولیسو اړوند سرتېري په‎کې وژلي وو.

د امنيه قوماندان په وینا چې دغه نیول شوی طالب قوماندان د پولیسو په لومړنیو پلټونو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي

نوموړی وايي:

"د امنيه قوماندانۍ له ترورېزم سره د مبارزې مدیریت منسوبین وتوانېدل چې د قزاقو د کوڅې د سیمه‌ییزو پولیسو د قتل عامل ونیسي او دغه نیول شوی کس په دوه نورو ورته پېښو کې هم لاس لري چې له کبله‌یې د ذاخېلو سیمه کې هم سیمه‌ییز پولیس ووژل شول. همدارنګه‌يې د خان‌اباد ولسوالۍ د ملا غلام سیمه کې هم ولسي پاڅون‎کوونکي وژلي وو او دغه کس چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه او د حقاني شبکې قوماندان دی."

په ورته وخت کې د حقاني شبکې پورې اړوند دغه نیول شوی قوماندان د کندز پولیسو ته ویلي چې د سیمه‌ییزو پولیسو په دوه پوستو کې او د ولسي پاڅون‎کوونکو په یوې پوسته کې یو زیات شمېر سرتېرې وژلي دي.

ده ویلي:

"موږ د محمداګل پوسته د قزاقو کوڅې کې ونیوله او هلته مو ۹ تنه سیمه‌یيز پولیس ووژل او یو تن ټپي شو او د ذاخېلو پوسته مو هم ونیوله هلته درې پولیس ټپیان شول او پاتې یې ووژل شول همدارنګه موږ د خان‎اباد ولسوالۍ کې په ملا غلام سیمه کې هم پر پوستې بريد کړی و هلته هم سرتېري ووژل شول او وسلې مو غنیمت کړې."

په همدې حال کې د کندز ولایتي شورا په دې ولایت کې د پولیسو په ليکو کې د طالبانو د نفوذي اشخاصو د موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او د امنیتي ارګانونو له چارواکو غواړي چې د طالبانو نفوذي افراد په ګوته کړي او د امنیتي ارګانونو له لیکو څخه‌یې وباسي.

خو د کندز امنيه قوماندان د پولیسو په لېکو کې د وسله‎والو طالبانو نفوذ ردوي وايي چې د دوی کشفي او استخباراتي ارګانونو په دې اړه خپلې هڅې پیل کړي، څو د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي اشخاص ونیسي او د قانونو منګلولو ته‌یې وسپاري.

تر اوسه پورې وسله‎والو طالبانو د حقاني شبکې د دغه نیول شوي قوماندان په اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG