د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۵

کوشنر: د عراق د موصل بریا به د نړۍ بريا وي


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر د عراق موصل کې د داعش پر ضد جګړې ته هيله‌مند دی.

جرد کوشنر عراق ته د سفر پر مهال د سې شنبې په ورځ له موصله ۱۶ کېلو متره لیرې نظامي اډې ته ورغلی او هلته‌يې له عراقي ځواکونو سره ولیدل.

ده وويل، د عراقي ځواکونو کمپاین ته هيله‌مند دی چې له داعش ډلې څخه به د موصل ښار کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر

ده د سې شنبې په ورځ عراقي ځواکونو ته وويل:

"زه هيله لرم چې نېږدې راتلونکي کې به په موصل کې ستاسو بریا يوازې د امريکايي او عراقي ځواکونو بریا نه‌وي بلکې دا به د نړۍ بريا وي."

جرد کوشنر د امریکايي ځواکونو له لوی درستيز جنرال جوزېف ډنفورډ سره يوځای عراق ته تللی دی.

کوشنر عراق ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال بغداد او اربېل ته هم ولاړ.

اربېل د عراق د خپلواکې کُرد سيمې مرکز دی.

اربېل کې کوشنر او ډنفورډ له کُرد مشر مسعود بارزاني او د دې سيمې د امنیت شورا له رئیس مسرور بارزاني سره وکتل.

بارزاني پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې له کوشنر او ډنفورډ سره دغه کتنه ډېره رغنده وه او دوی د داعش پر ضد پر جګړه خبرې وکړې او د راتلونکې ورځې پر پلان‌يې بحث وکړ.

د عراق او امریکايي چارواکو لیدنه په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ عراقي ځواکونه د داعش پر ضد د موصل لوېديځ کې د نوري جومات په شااوخوا سیمه کې په عملياتو بوخت وو.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فدرال پوليسو مأمور احمدال رومي په عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

ښاغلي رومي ويلي:

"اوس‌مهال د تېرو دوو ورځو پر مهال موږ د پخواني ښار پر لور پرمخ تللي يو. په ساحه کې وضعيت ښه او تر کنټرول لاندې دی. دښمن له ۲۵ څخه تر ۳۰ متره پورې لیرې دی."

دغه سفر څرګنده کړې چې د ټرمپ اداره کې د ۳۶ کلن کوشنر قدرت مخ پر زياتېدو دی.

ده ته په کورنۍ او بهرنۍ پالېسي کې دندې سپارل شوې چې په‎کې د منځني ختيځ د سولې پر موافقه کار هم شامل دی.

د عراق حمام‌العليل هوايي اډې ته د کوشنر د سفر پر مهال د امریکايي او عراقي قومندانانو له‎خوا د عملیاتو په اړه معلومات هم وړاندې شول.

عراق ته د کوشنر سفر په داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي عراق او سوريه کې د داعش د له‌منځه وړلو لپاره نظامي کمپاين چټک کړي.

امریکايي او عراقي ځواکونو ويلي چې د داعش پر ضد جګړه تر اوسه ښه روانه ده.

موصل تر ټولو لوی ښار دی چې داعش ډلې نیولی دی او که عراقي ځواکونه وتوانېږي دغه ښار بېرته له سخت دريځو ونيسي، دا به د داعش ډلې اعلان کړي خلافت ته سخته ضربه وي ځکه دوی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د موصل له جوماته د خلافت اعلان کړی وو.

په همدې حال کې د ملکيانو د تلفاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او پوښتنې راپورته شوي چې څومره ژر به موصل بېرته ورغول شي.

پر عراق د امریکا په مشرۍ په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د پيل شوې حملې راهيسې د موصل جګړه تر ټولو لویه ده چې په‎کې د امریکا د هوايي حملو په ملاتړ تر یو لک پورې عراقي ځواکونه، کُرد جنګيالي او شيعه ملېشې د داعش سخت دريځو پر ضد جګړه بوخت دي.

XS
SM
MD
LG