د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان د پانګې اچونې برخه کې لومړی مقام خپل کړ


افغانستان د منځنۍ اسیا، قفقاز او روسیې حوزه کې د پانګې اچونې لپاره د ښو پروګرامونو په درلودو سره لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي، د پانګې اچونې برخه کې د حکومت اصلاحات، پانګه‎والو ته لازمې اسانتیاوې برابرول او د پانګې اچونې برخه کې د منظمو او با اعتباره پروګرامونو د درلودو له امله افغانستان دغه مقام خپل کړی.

همایون رسا د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان کې د پانګې اچونې د یو ښه چاپېریال لپاره یوه کړن‌لاره ترتیب شوې چې روان کال به پلی شي.

نوموړی وايي:

"موږ د کسب او کار د چاپېریال لپاره یوه کړن‌لاره ترتیب کړې چې هغه کې د پراختیا ۱۶۹ برخې په ګوته شوي همدارنګه د کړن‎لارې د عملي کېدو پلان مو جوړ کړی چې روان کال به پلی شي، څو وکولای شو د پانګې اچونې لپاره یو بهتر چاپېریال ولرو."

هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ۱۴۰ هېوادونو او شااوخوا ۴۰۰ نړیوالو سوداګریزو او اقتصادي بنسټونو تر منځ د پانګې اچونې لپاره په اوو حوزو کې سیالۍ کېږي چې افغانستان په‌کې په شپږمه حوزه کې لومړی مقام خپل کړ.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر زیاتوي تېر میلادي کال افغانستان کې د انرژۍ، تولید، خدماتو، ساختمانونو، کرنې او کانونو برخه کې ۱،۷ میلیارده ډالره پانګونه شوې او همدارنګه سوداګرو ته ۸ زره جوازونه ورکړل شوي دي.

همایون رسا وايي چې ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱،۳ میلیارده ډالرو د پانګې اچونې پکېج برابر شوی چې بېلابېلې پروژې په‌کې شاملې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغان حکومت دغه لاسته راوړنه ستايي او هیله څرګندوي چې دې سره به کورني او نړیوال پانګه‌وال افغانستان کې پانګې اچونې ته تشویق شي.

د دغې خونې مرستیال احمد توفیق داوري ازادي راډیو ته وویل، اړینه ده چې د افغانستان له شرایطو سره سم له اداري فساد او بيروکراسۍ پرته د پانګې اچونې لپاره یو عملي پروګرام چمتو شي.

نوموړی وايي:

"دغه یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده په عین حال کې بهرني پانګه‎وال دې ته هڅوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي، کوم شی چې ډېر اړین دی د افغانستان د شرایطو په پام کې نیولو سره د عمل یو داسې پروګرام جوړول دي چې هغه کې بیروکراسي او اداري فساد نه‎وي."

افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د برېښنا کموالی، اداري فساد، د صنعتي پارکونو لپاره په لازمو ځایونو کې د ځمکې نه‌شتون د پانګې اچونې پر وړاندې عمده خنډونه دي.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر که څه هم دا یوه لاسته راوړنه بولي، خو سپارښتنه کوي چې حکومت باید د نورو هېوادونو په کچه پانګه‎والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د سر او مال امنیت خوندي کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG