د لاسرسي لېنکونه

جنوبي کوريا او امريکا: شمالي کوريا يو بالسټيک ميزايل توغولى


د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالتونو پوځي چارواکو ویلي چې شمالي کوریا د جاپان په سمندرګي د بالسټیک یو راکټ توغولی دی.

د جنوبي کوریا دفاع وزارت نن ویلي چې شمالي کوریا دا راکټ د سینپو له سیمې ویشتلی دی.

اخوا د جاپان صدراعظم نن پلازمینه توکیو کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

"د شمالي کوریا له‎خوا د نورو پاروونکو اقداماتو امکان هم شته. جاپان د خلکو خوندیتوب لپاره له امریکا متحده ایالتونو او جنوبي کوریا سره له نېږدې همکاري کوي."

د امریکا متحده ایالتونو پوځي چارواکو هم ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې د متوسط واټن ویشتونکي دا راکټ له ان-۱۵ ډولو څخه و.

که رښتیا هم شمالي کوریا بالسټیک راکټ ویشتلی وي د جنوبي کوریا، جاپان،امریکا متحده ایالتونو او نورو قدرتونو لپاره چې د پیونګ یانګ اټمي پروګرام غندي یو تازه ګواښ بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG