د لاسرسي لېنکونه

سوداګرۍ وزارت د ښځينه متشبیثینو عمومي ریاست جوړوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي چې سوداګرو ښځو د پرمختګ لپاره په یاد وزارت کې د ښځينه متشبیثینو عمومي ریاست جوړوي.

همایون رسا د یکشنبې په ورځ د متشبیثینو ښځو په اقتصادي غونډه کې وویل چې ښځینه سوداګرې د قراردادونو په ترلاسه کولو او د مالیې په ورکړکې او نورو بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال څه باندې ۱۰۰۰ ښځینه سوداګرې په لویو، متوسطو او وړو اقتصادي فعالیتونو باندې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG