د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۱

د ناټو سرمنشي دفاعي چارو کې د بودجې زیاتولو غوښتنه کړې


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبورګ له جرمني او نورو لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د دفاعي چارو لپاره خپله بودجه زیاته کړي.

سټولټنبورګ دا څرګندونې د جرمني سوداګریځې ورځپاڼې هندلزبلیټ سره به مرکه کې کړي دي.

نوموړي ویلي دده دا غوښتنه له ناټو څخه د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي له غوښتنې سره کوم تړاو نه لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلر سن د تېرې مارچ په ۳۱ نېټه د ناټو له غړیو هېوادونو وغوښتل چې پر دفاعي چارو خپل مصارف زیات کړي.

نوموړي وویل امریکا د خپلو متحدانو په مقایسه پر دفاعي چارو زیات لګښت کوي.

XS
SM
MD
LG