د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

قرغزي چارواکي: د روسیې د سن پټرزبورګ حملې اصلي مشکوک قرغزی دی


د روسیې د سانت پترزبورګ ښار په مترو کې د دوشنبې د ورځې د چاودنې په اړه پلټونکو ویلي چې د دوی په څېړونو کې معلومه شوې چې دغه حمله ۲۲ کلن اکبرجان جلیلوف چې د روسیې تبعه او په قرغزستان کې زېږیدلی، کړې ده.

په دغه پېښه کې د وژل شویو کسان شمېر ۱۴ تنو ته اوچت شوی دی.

د روسیې د فدرالي تحقیقاتو کمېټې دغه اعلان له دغې چاودنې چې ۱۴ تنه پکې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي، یوه ورځ وروسته وکړ.

په بیان کې ویل شوي چې پلټونکو د سانټ پترزبورګ د مترو په یوه بل تم ځای پلوشد وستانیا کې یو بکس چې پکې یو بم ايښودل شوی موندلی او له جینیتیکي نښو معلومه شوې چې هغه د جلیلوف دی.

د بیان له مخې د عدلي طب د معایناتو او د کمرو له خوا د ثبت شویو تصویرونو او غږونو د څېړنې په نتیجه کې پلټونکو ته دا په لاس ورغلي چې باور وکړي چې هغه کس چې د مترو په یوه واګن کې یې تروریستي عمل سرته رسولی خپل بکس چې بم پکې ایښودل شوی په واګن کې پریښی و چې په بل تم ځای کې موندل شوی دی.

د قرغزستان د امنیتي خدماتو دولتي ادارې نن د ورځې په سرکې ویلي وچې د روسیې د سانت پترزبورګ ښار په میترو کې د خونړۍ حملې اصلي مشکوک د روسیې تبعه او په خټه قرغزی دی.

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویاند راخت سلیمانوف نن مشکوک کس اکبرجان جلیلوف یاد کړ او ویې ویل چې هغه په ۱۹۹۵ کال د قرغزستان په جنوب اوش سیمه کې زېږېدلی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په مسکو کې له خپل قرغزي ساري سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل:

"په یو شمېر ډله ییزو خبري رسنیو کې داسې ګونګوسې او فرضیې څرخي چې د سانت پترزبورګ تروریستي عمل په سوریه کې د روسیې د پالیسیو په وړاندې غچ اخیستنه وه چې دا یو بدبینانه نظر دی په دې معنی چې حتې نه غواړم په دې اړه زیات څه ووایم، د خواشینۍ خبره داده چې دا یوازې هغه څه نه دي چې ډله ییزې رسنۍ له ځانه جوړ کړي بلکې ورته نظریې له نړیوالو سره د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې د پنتاګون یو شمېر چارواکو هم شریکې کړي دي."

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستي خو روسي چارواکو هغه تروریستي حمله بللې ده.

دا په وروستیو درېیو کلونو کې په روسیه کې لویه بم چاودنه ده او هغه په داسې وخت کې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په سانت پترزبورګ ښار کې د بیله روس د ولسمشرکوربه و.

په سانت پترزبورګ چې له مسکو وروسته د روسیې دوهم لوی ښار دې چارواکو د دغې پېښې له امله درې ورځنی ویر اعلان کړی.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالو هم دغه حمله غندلې او له روسیې سره یې د خواخوږي مراتب څرګند کړي دي.

پخواني معلومات:

د قرغزستان د امنیتي خدماتو دولتي اداره وایي، د روسیې د سن پټرزبورګ ښار په مټرو کې د خونړۍ حملې اصلي مشکوک د روسيې تبعه او په خټه قرغزی دی.

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویاند راخت سلیمانوف نن مشکوک کس اکبر جان جلیلوف یاد کړ او ویې‌ویل چې هغه په ۱۹۹۵ کال د قرغزستان جنوب اوش سیمه کې زېږېدلی و.

سلیمانوف ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ادارې ته په دغې حمله کې د جلیلوف د لاس لرلو د ادعا په اړه روسیې معلومات ورکړي وو.

د سن پټرزبورګ ښار په مټرو کې د دوو تم‌ځایونو تر منځ واګونونو کې د دوشنبې ورځې په بم چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر د روغتیا وزارت د نویو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.

په دغې چاودنه کې چې د مټرو یو واګون‌یې ډېر ویجاړ کړی، له ۴۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د مټرو په هغه تم‌ځای کې چې چلونکي یې واګونونه تر هغه ځایه رارسولي، اخیستل شویو تصویرونو او فلمونو کې لیدل کېږي چې مړي او ټپیان په غولي پراته دي، یو شمېر یې حیران او له ځایه نه‌ښوري خو یو شمېر نور هڅه کوي چې له قربانیانو سره مرسته وکړي.

دا په وروستیو درېیو کلونو کې په روسیه کې لویه بم چاودنه ده او هغه په داسې وخت کې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سن پټرزبورګ ښار کې د بلاروس د ولسمشر کوربه و.

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی خو روسي چارواکو هغه ترورېستي حمله بللې ده.

روسي چارواکو تر اوسه د قرغزستان د امنیتي خدماتو د ادارې د وروستیو څرګندونو په اړه هم څه نه‎دي ویلي.

په سن پټرزبورګ چې له مسکو وروسته د روسیې دوهم لوی ښار دی دې چارواکو د دغې پېښې له امله درې ورځنی ویر اعلان کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالو هم دغه حمله غندلې او له روسیې سره‌یې د خواخوږي مراتب څرګند کړي دي.

سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل روسي ساري ولادیمیر پوتین ته په ټیلیفون کې د دغې حملې په وړاندې د متحده ایالاتو د بشپړ ملاتړ ژمنه کړې او ویلي يې دي چې عاملین باید عدالت ته راکاږل شي.

ټرمپ او پوتین موافقه کړې چې ترورېزم باید په قاطعیت او په چټک ډول مات شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې دغه حمله په سختو ټکو وغندله.

نوموړي وویل:

"متحده ایالات دغه کرغېړنه حمله او د تاوتریخوالي عمل غندي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې، هغه‌یې وحشیانه ترورېستي حمله بللې او عدالت ته‌یې د عاملینو د راکاږلو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا صدراعظمه ترېزا مې
د بریتانیا صدراعظمه ترېزا مې

د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې د سې شنبې په ورځ د اردن پلازمېنه عمان کې د سن پټرزبورګ په مټرو کې د حملې په اړه خپل عکس‌العمل داسې څرګند کړ:

"په سن پټرزبورګ کې دا یوه وحشیانه حمله وه. ما د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ولیکل او هغه ته مې خپل او د بریتانیا د خلکو خواخوږي د دغې ډېرې وحشتناکې حملې په خاطر څرګنده کړه. دا واضح ده چې قربانیانو، د هغوی دوستانو او کورنیو ته دعا کوو خو دا یو ځل بیا د دې ښکاروندیي کوي چې موږ ټول د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ یو."

د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په لوکسامبورګ کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې که څه هم تر اوسه نه‎ده څرګنده چې دا څه ډول حمله وه او عاملین‌یې څوک دي خو د حملې قربانیانو او د سن پټرزبورګ ښار اوسېدونکو ته د خواخوږي مراتب وړاندې کوي.

په تېرو دوو لسیزو کې د روسیې په ښارونو کې په کراتو-کراتو بم چاودنې شوي چې مسؤليت‌یې د چیچېنیا یا د شمالي قفقاز چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، سخت دریځو په غاړه اخیستی یا ګرم بلل شوي دي.

له دې مخکې تر ټولو خونړۍ حمله چې په مټرو کې ترسره شوې وه د مسکو د مټرو په دوو تم‌ځایونو کې د ۲۰۱۰ کال حمله وه چې لږ تر لږه ۳۳ کسان په‎کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG