د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

غني: استرالیا دې له افغانانو سره خپلې تخنیکي تجربې شریکې کړي


استرالیا له افغانستانه زرګونه کېلو متره لیرې پرته ده خو اقتصادي چارو کې د دغه هېواد د پام وړ ودې افغان ولسمشر اړ کړ چې ترې وغواړي څو له افغانانو سره خپلې تخنیکي تجربې شریکې کړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر له استرالیايي متخصصینو سره په همدې اړه د استرالیا په مرکز کې د سې شنبې په ورځ ناسته وکړه.

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه چې په کرنې او مالدارۍ، د اوبو مدیریت، پانګونې او نورو اقتصادي برخو کې استرالیا ډېر کار کړی او افغان پلاوی هڅه کوي څو يادو برخو کې د دغه هېواد مرستې جلب کړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

دوا خان مینه‌پال زیاته کړه:

"د ولسمشر نننۍ ناسته له متخصصینو سره وه. ډېر زیات په دې بحث شوی چې افغانستان کې له هغو شته فرصتونو څخه چې د کرنې، کانونو او سوداګرۍ برخه کې دي څنګه استفاده وشي. زموږ د دغه سفر لوی هدف دا دی چې موږ د استرالیا تخنیکي او مسلکي مرستې همدارنګه د دوی مالي مرستې د افغانستان لپاره راجلب کړو."

ښاغلي مینه‎پال وویل، ولسمشر له استرالیايي متخصصینو سره ناسته کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ شته فرصتونه هغه عوامل یاد کړل چې کولای شي د استرالیا او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو همکاریو لپاره لار هواره کړي.

جمهوري ریاست وېب‎پاڼې هم د ولسمشر د سفر او د سې شنبې ورځې د ناستې په اړه معلومات ورکړي دي.

په بیان کې راغلي چې له ولسمشر سره ناسته کې ګډون‎والو متخصصینو او څېړونکو ژمنه وکړه چې په کرنې او مالدارۍ، د اوبو مدیریت، پانګونې او نورو اقتصادي برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکوي.

ولسمشر به تر استرالیا وروسته اندونیزیا او سنګاپور ته هم یو ورځني سفرونه وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل، د سنګاپور سفر د دې لپاره مهم دی چې هغوی د اداري فساد پر ضد د مبارزې ښه تجربه لري او د تخنیکي زده‎کړو ډېر فرصتونه افغانانو ته ورکولای شي.

دواخان مینه‎پال زیاته کړه:

"اندونیزیا زموږ لپاره په بهرني سیاست کې د اسلامي هېوادونو په کړۍ کې راځي. همدارنګه سنګاپور په دې خاطر زموږ لپاره مهم دی چې هغه د اداري فساد پر ضد د مبارزې برخه کې ښه تجربه لري او هم هلته د تخنیکي زده‎کړو په برخو کې د افغانانو لپاره ډېر ښه فرصتونه مهیا کېدلای شي."

نن سې شنبه استرالیا کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر څلورمه ورځ ده.

په دغو څلورو ورځو کې په بېلابېلو کتنو سربېره د انکشافي پروژو برخه کې د شااوخوا ۳۲۰ میلیونه استرالیايي ډالرو په ارزښت له دغه هېواد سره د تړون لاسلیکول د ټولو پام جلب کړی.

استرالیايي مقاماتو هم له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې هېواد به‌یې د ترورېزم ضد مبارزه کې د نړیوال او ستراتيژیک شریک په توګه د افغانستان تر څنګ وي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG