د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۴۹

امرخېل: غزنې کې ګڼې سیمي له طالبانو تصفیه شوي


د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو شمېر سیمي له وسله‎والو طالبانوڅخه تصفیه کړي.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانې ویاند فهیم امرخېل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې ورځې تر دې دمه د شمشاد په نوم د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا پیل شوو عملیاتو کې د غزني په اندړو او یو شمېر نورو ولسوالېو کې ګڼې سیمې له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړي.

ښاغلي فهیم دا هم وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۱۲کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي.

نوموړی وايي، د شمشاد په نوم دا پیل شوي تصفیوي عملیات شپږ ورځې وړاندې پیل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG